$ 0 0 په ختیځ ننګرهار ولایت کي ځایي حکومتي چارواکي د اسامه په نوم د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو ماهر د ملي امنیت منسوبینو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی. د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې راز تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې د سره رود ولسوالۍ ککړک سیمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د ماينونو جوړولو ماهر چې په اسامه مشهور دی د يو بل غړي او يو ميل کلاشنکوف سره نيولي دي. د ولایت مقام په وینا، په ورته وخت کې د غني خېلو ولسوالۍ ګولايي سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو درې پاکستاني غړي وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې تر شک لاندې ۴ تنه نور هم نيول شوي چې د ملي امنيت ځانګړې قطعې له ځان سره بيولي دي. د ننګرهار ولایت مقام وایي، د يو بل خبر له مخې د مرغومي په ۲مه سهار شاوخوا اووه بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ مريز کنډو سيمه کې پولیسو او داعش وسله والو جګړه کړې چې په ترڅ کې يې يو داعش وسله وال وژل شوی او ۲ ټپیان شوی دي. د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.