$ 0 0 د میدان وردګو ولایت امنیې قومندانۍ وایي د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د (سرې قطعې) دوه قومندانان قاری سمیع الله او مولوي روح الله او اته نور ملګري وژل شوي دي.د دغه ولایت امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان په سید اباد ولسوالۍ کې د ترکمنستان د ۲۲۰کیلوولټ برښنا د ارغندي-غزني مزو د تړلو پر مهال وژل شوي دي.د وردګو امنیې قومندان احمد فهیم قایم چې یادې ولسوالۍ ته تللی و، ویلي چې سیمه ییزو مافیایي ډلو له یوې میاشتې راهیسې دا مزي پرې کړي و، خو اوس یې د دې مړو د تړلو لپاره عملیات پیل کړي دي.هغه ویلي د برښنا مزو د تړلو پرمهال نښتو کې د طالبانو لس غړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.