$ 0 0 په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو یو قاضي د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی. د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پیل شوو سیلاب ۴ ، نهم نمبر عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د داعش ډلې د یو قاضي بصیر چې مشهور په شرافت وو،په ګډون ۵ داعشیان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول . خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې عملیاتو پر مهال عمر کلی،معلم خیل، سپین راغه او مشرانو غونډې سیمې هم د داعش له شتون څخه پاکې شوي، همدا راز د هیروینو دوه فابریکې هم تخریب شوي دي . د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې ځایي چارواکو تېره ورځ وویل چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پیل شوو سیلاب ۴، نهم نمبر عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي،همدا راز دوه حلقې د وسایطو ضد ماینونه هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.