$ 0 0 صبرالله ثاقب؛ د قرباغ ولسوالی پولیسو قومانده د آوا خبرنګار سره په اړیکه کی وویل: طالبان د غزنی قرباغ ولسوالی کی څو لاری د څو ورځو راهیسی بند کړی دی او خلګو ته غزنی ښار ته تللو اجازه نه ورکوی. هغه طالبانو دا کار مقصد د خلګو څخه باج غوښتلو لپاره وبلل او وویل: طالبان د خلګو څخه غوښتی دی چی هغوی د ژمۍ خرڅ ورکړی ترڅو لاری خلاص کړی. ددی ولسوالی قوماندان په راتلونکو کی د لارو د خلاصولو لپاره د عملیات د ترسره کیدو خبره ورکوی. هغه همدارنګه په دی ولسوالی کی د تجهیزاتو او ځواکونو کمبودی څخه خبر ورکړ او د مرستی غوښتونکی سو. طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.