$ 0 0 ولسمشر غني وايي دوو کلونو کې به د مزارشریف-هرات تر منځ د اورګاډي پروژه پیل شي. افغان حکومت د اورګاډي د پټلۍ د دغې پروژې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه هم ویل شوي چې کله به یې کار بشپړ شي. خو په افغانستان کې د نا امنیو له کبله ډېرې پرمختیايي پروژې ځنډول شوي. هرات له مزار سره شاوخوا ۷۰۰ کیلو مېتره واټن لري. ښاغلي غني د هرات-بلخ د اورګاډي د پټلۍ غزولو خبره د یکشنبې په ورځ( ډسمبر۹) د بادغیس په قلعه نو کې وکړه. هغه دغه ولایت ته تللی و چې د قیصار-لامان د حلقوي سړک کار پرانیزي. ښاغلي غني وویل چې د هرات او مزار نښلول "به د بادغیسانو ژوند په اساسي ډول بدل کړي". د قیصار-لامان سړک شاوخوا ۸۰ کیلو مېتره دی او ټاکل شوې چې د پخولو او جوړولو کار یې په دریو کلونو کې بشپړ شي. پر دغې پروژې ۷۶.۵ میلیونه ډالره لګښت راځي او هندي او چینايي شرکتونه یې جوړوي.