$ 0 0 د ننگرهار په خوږیاڼو ولسوالی کې چاودنې د دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان حبیب الرحمن وژلی دی. یوه امنیتي سرچینه وايي، چې دا چاودنه نن غرمه د خوږیاڼو ولسوالۍ په کږه بازار کې د سیمه ییزو پولیسو په موتر کې رامنځته شوې، چې له کبله یی قومندان حبیب الرحمن وژل شوی او پېنځه نور محلي پولیس ټپیان دي. داپه داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې داعشیانو د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمه نیولې او په زرګونه کورنې له سیمې وتلو ته اړ شوي او نور کلي یې هم تر ګواښ لاندې نیولي دي.