Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21177

جمهوررئیس غني بادغیس ته تللی

$
0
0
 د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهوررئیس محمد اشرف غني د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ نن د یکشنبې په سهار له کابل څخه بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته تللی دی.  د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال داواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، جمهوررئیس غني به بادغیس ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د قیصار – لامان د حلقوي سړک د پخولو کار پیل په مراسمو کې هم ګډون وکړي.  ارګ وايي د سړک د کار د پیل د بهیر د پرانیستلو ترڅنګ به جمهوررئیس غني د بادغیس ولایت د عمومي حالاتو د ارزونې لپاره د دغه ولایت ملکي او نظامي چارواکو، د ولایتي شورا د استازو او مخورو سره هم خبرې وکړي.  د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې د قیصار- لامان حلقوي سړک د دواړو برخو د کار بهیربه نن شي.  د قیضار – لامان حلقوي سړک ۸۲ کیلومتره اوږدوالی لري، یوه یرخه یې د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو د لامان د سیمې سره ونښلوي او بله برخه به یې قلعه نو د قادس ولسوالۍ له لارې د بوم له درې سره نښلوي.  دا سړک د ۸۵ میلیونو ډالرو په لګښت چې پیسې یې د اسیا پرمختیایي بانک له خوا برابرې شويجوړیږي.  د سړک جوړولو د کار یوه برخه د یو هندي شرکت او بله برخه یې د یو چینایي شرکت له خوا جوړیږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21177


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>