Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195

د پاکستان سفیر: کابل یواځې د ښارونو امنیت ته لومړیتوب ورکوي

$
0
0
په واشنگټن ډي سي کې د پاکستان سفیر افغانستان په دې تورن کړی چې گواکې کابل یواځې د ښارونو امنیت ته پاملرنه کوي.  په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان د حکومت په لمړیتوبونو کې هغه بدلون چې غواړي د ښارونو خوندیتوب ته زیات پام وکړي، طالبانو او نورو ترهگرو ډلو ته د هیواد په نورو سیمو کې د ازادانه گرځیدلو لاره هواره کړې ده.  ښاغلي چودري همداشان ویلي دي چې د پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې خبرداری ورکوي، هغه سیمې چې د افغانستان د حکومت له کنترول بهر دي ښایي د نړۍ د سخت دریځو د جذب "مقناطیس" په توگه استعمال شي.  د پاکستان د سفیر د څرگندونو په غبرگون کې د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي ښاغلی چودري یو "بې خبره او ناپوهه سفیر" وباله او ټینگار یې وکړ چې پاکستاني مقامات باید د ترهگرۍ سره په مبارزه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي نه دا چې د "افغانستان په قضایاو کې مداخله" وکړي.  ښاغلي رحیمي وویل "بهتره ده چې پاکستان پر هغو ژمنو عمل وکړي چې د امریکا د جمهور رئیس د ستراتیژۍ وروسته یې کړې دي. مونږ ته دې نصیحت نه کوي او که د ترهگرو او سخت دریځو ډلو پر ضد د افغانستان د حکومت د مبارزې په اړه معلومات غواړي د افغانستان حکومت ته دې مراجعه وکړي، نه دا چې په "بې بنسټه تورونو لاس پورې کړي."  د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم د ښاغلي چودري ادعا گانې رد کړې او هغه یې یو "بې خبره" شخص وباله. هغه وویل "په امریکا کې د پاکستان سفیر څه خبر دی؟ هغه بیچاره په امریکا کې دی او د افغانستان په هکله خبرې کوي."  ښاغلي وزیري ادعا وکړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو تل سخت دریځه او ترهگر د هیواد په گوټ گوټ کې په دوامداره توگه ځپلي دي.  په واشنگټن کې د پاکستان سفیر همداشان ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدونو امنیت باید د "آزادې ارادې" په اساس تامین شي تر څو چې د ترهگرو د تگ راتگ مخنیوی وشي.  ښاغلي چودري د هغو خطرونو په اړه چې افغانستان ورسره مخامخ دی وویل "فکر کوم چې په افغانستان کې وضعیت په خرابیدو دی."  ښاغلي وزیري د ښاغلي چودري د وړاندیز په غبرگون کې یو ځل بیا د پاکستان حکومت په دې تورن کړ چې د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي.  ښاغلي وزیري وویل "مونږ تل پر ترهگرو او سخت دریځو بریدونه کړي دي. اساسي ستونزه هغوی [پاکستاني مقاماتو] ایجاد کړې ده، ځکه ترهگرو ته یې پناه ورکړې او د هغوی ملاتړ کوي. که هغوی [پاکستاني مقامات] د {ترهگرو نه د ملاتړ} مشکل ته پاملرنه وکړي، سرحدي مشکل به هیڅکله رامنځ ته نشي.  ښاغلي چوهدري د افغانستان د هغه ادعاگانو په ځواب کې، چې وایي د اسلامي دولت د ډلې ترهگر د پاکستان نه ورځي او هلته حملې کوي، وویل چې د اسلامي دولت ډله په پاکستان کې حضور نلري. هغه زیاته کړه چې "پاکستان به چیرته هم د اسلامي دولت د ډلې شتون ونه زغمي".  چوهدري ادعا وکړه چې د پاکستان د وروستیو پوځي عملیاتو نه وروسته ترهگر افغانستان ته تښتیدلي او هلته پناه ځایونه لري. ددې ټولو خبرو برسیره هغه د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ په اهمیت ټینگار وکړ.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>