December 4, 2017, 10:52 pm
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي تدارکاتو کمیسیون د وروستي غونډې په لړ کې د ۳،۶ میلیارډ افغانیو په ارزښت د لس پروژو تړونونه منظور کړل.ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې په منظور شویو پروژو کې د ازبکستان جمهوریت د صادراتو او تولیداتو ادارې سره د عامې روغتیا وزارت اړتیا وړ ۱۲۱ عراده امبولانسونو د پېرلو قرارداد، د هېواد د دفاعي ځواکونو د دوه شهیدانو ورثې ته د یوې حویلۍ او یو اپارتمان تدارک، او د کابل ښاروالۍ پروژو لپاره د ۲۹ زره مترمکعب اړتیا وړ قیر تدارک شامل دي.خبرپاڼه زیاتوي، چې نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د تخار مرکز تالقان کې د ۱۷۵ متره پل جوړول، د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ ۲۲ قلمه میټربکس اجناسو قرارداد، او د کابل هوتخېلو د پایو جوړولو فابریکې د برېښنایي تجهیزاتو فعالولو د تهیې قرارداد شامل دي.د ارګ ماڼی په وینا، ملي تدارکاتو کمیسیون د کابل ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټیشن قرارداد ورکړه چې د تمویلوونکي (اسیایي پراختیایي بانک) د مرستې د بېرته ورګرځېدو ، د پروژې اهمیت په دلیل او د یو لړ اقداماتو په شرط ارزونې او ډېر وضاحتونه تائید شول، د نغلو د اوبو برېښنا دستګاه د پرزو د اساسي ترمیم اضافه کارۍ، د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې ته د ۱۵ عرادو پېرل، او چارو ادارې عمومي ریاست اړتیا وړ یو عراده موټر پېرل منظور کړل. |
![]() |
↧