Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

ننګرهار کې د داعش وسله والو پر مواضعو نوې هوایي بریدونه

$
0
0
په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د امریکا پوځ د تازه هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه اته تنه داعش وسله وال وژل شوي.چارواکي زیاتوي، چې پر داعش وسله والو نوې هوایي بریدونه د اچین ولسوالی په دوه بېلا بېلو ځایونو کې ترسره شوي.د ننګرهار ولایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د اچين ولسوالۍ په پېشوګانو او عبدالخيلو سيمو کې تېره ورځ د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې هوايي بريدونو له امله اته داعش وسله وال ووژل شو .خبرپاڼه زیاتوي، چې د ترسره شوو بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلې وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي.د داعش پر مواضعو پر له پسې هوایي بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو کې امریکایي پوځیانو د ترهګرو پر ضد خپل عملیات چټک کړي دي.د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د روان کال په اګسټ میاشت کې د سویلي اسیا لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې د ترهګرو پر ضد د امریکا پوځ هلې ځلې به دوام وکړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>