$ 0 0 د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله ۸ ملکیان وژل شوي دي.د کندهار د پوليسو مرستيال وياند مطيع الله هلال ازادي راډیو ته وويل چې نن سې شنبه مازیګر پنځه بجې د کندهار د ارغستان او معروف ولسواليو ترمنځ د "وام درې" په سیمه کې د عامو خلکو پر يوه بايفور ډوله موټر د ښخ شوي ماين چاودنه شوې ده.د هلال په وينا دې چاودنه کې څلور نارینه، درې ښځې او یو کوچنی ماشوم وژل شوی دی.د نوموړي په خبره چې موټر له ارغستان څخه معروف ولسوالۍ ته پر لاره و چې د دې پېښې سره مخ شوی دی.دی وايي چې موټر هم بشپړ له منځه تللی دی.تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.