Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

غني: موږ د پاکستان بربادي نه غواړو

$
0
0
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوځل بیا له پاکستان سره د افغان حکومت د سولې پر تګلاره ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان د پاکستان بربادي نه غواړي.نوموړی دغه څرګندونې د زابل ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او خلکو سره په ارګ ماڼی کې د کتنې پر مهال وکړه. هغه وویل «له پاکستان سره باید سولې ته ورسېږو او د دې لپاره مو کافي او لازم اقدامات کړي دي. موږ د پاکستان بربادي نه غواړو، خو نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې له موږ سره بد وکړي.»ولسمشر غني زیاته کړه، د دې لپاره وحدت پکار دی او په دې وخت کې دا خبرې کول چې زموږ لاره واضح نه ده، ناروا دي.دا په داسې حال کې ده ولسمشر غني تل ټینګار کړي چې تر هر څه مخکې لومړی باید د سولې بهیر له پاکستان سره پیل شي.افغان چارواکي وایي، د طالبانو او حقاني ترهګرې شبکې د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري او د پاکستان حکومت یا امنیتي بنسټونو ځینې کړیو له وسله والو سره مرستې کوي ترڅو په افغانستان کې خپل بریدونه جاري وساتې.په همدې حال کې واشنګټن هم پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي ترڅو د طالبانو او په خاصه توګه د حقاني شبکې د امن ځایونو د لمنځه وړولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123