Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195

د کابل په نننۍ چاودنې کې ۱۸ تنه وژل شوي

$
0
0
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت، د دوه تنو د وژل کېدو او د دوه تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی. امنیتي سرچینې وايي چې نن پنجشنبې (د لړم په ۲۵ مه) له غرمې وروسته د کابل د خیرخانې لب جر په سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ ۸ تنه پولیس او ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. د طلوع نیوز خبریال مسعود انصار د پېښې له سیمې وايي چې د کابل پولیس په دغې پېښه کې د ۱۰ تنو د ټپيانو پخلی کوي. دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت، د دوه تنو د وژل کېدو او د دوه تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی. د پېښې شاهدان وايي چې دغه چاودنه د قصر نوین هوټل ته‎څېرمه شوي ده. ویل کېږي چې په دغه هوټل کې د جمعیت اسلامي ګوند یو ډېر شمېر پلویان د یوې غونډې په ترڅ کې سره راغونډ شوي وو. د شاهدانو په وینا، دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د دغې غونډې ګډونوال له هوټل څخه د بهر کېدو په حال کې وو. تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>