Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

امریکایی سرتیرو بیرته ګرځیدنه د جنګ بیاډیرولو په مقصد

$
0
0
د امریکا ولسمشر ددی هیواد سرتیرو ته اجازه ورکړی دی چی په نظامی عملیاتونو کی د تروریستانو په وړاندی د افغانستان امنیتی ځواکونو سره حضور ولری. د فارین پالیسی مجله د پنتاګون څخه په نقل سره وایی: ددی وروسته نور په سلهاوو امریکایی نظامی سرتیری، افغانستان امنیتی خواکونو سره په ځمکنې ماموریتونو کی مرسته کوی او هوایی بریدونو هماهنګی او تنظیم هم برخه اخلی. ښاغلی متیس ویلی دی: موږ غواړو چی مطمئن سو چی ددی وروسته تروریستی ډلی په هیڅ ځای کی امن پټنځایونه ونه لری. موږ په دی اړه د پاکستانی چارواکو سره خبری کړی دی. همدا اوس د نړیوال ټولنې هڅی په دی برخه کی شروع سوی دی چی پاکستان په دی مجبوره کړی چی تروریستانو سره خپل اړیکه پري کړی. د هغه په وینا، د افغانستان لپاره امریکا نوی نظامی تګلاره په افغانستان کی د ملی توافق په مقصد او امریکا د نظامی فشارونو ترڅنګ، د طالبانو سره د سیاسی توافق دروازه خلاصه پریښي دی په دی شرط چی طالبان خپله انتخاب کړی چی د وژنو څخه لاس واخلی. د قدرت په لیږد سره د دیموکراتانو څخه و جمهوری خواهانوته په آمریکا کی افغانستان ته یو ځل بیا د آمریکایی سرتیرو استولو لړۍ پیل سو او د صاحب نظرانو په باور که حتی ترامپ چی یو جمهوری خواه دی په آمریکا کی قدرت ته نه وای رسیدلی نو بل ولسمشر هم همدا تګلاره یا ورته مشابه تګلاره د سیمی او افغانستان په وړاندی په کار اچوله. لکه څنګه چی مخکی مو هم ویلی دی چی آمریکا او په حقیقت کی د نړۍ پرمختللی هیوادونه، یو نظاممند او پیاوړۍ سیستم په لاس کی لری او په حقیقت کی حکومت کوی او په حقیقت کی کوم شخص یا هم اشخاص د ولسمشرانو په شان تصمیم نه سی اخیستلای او ټوله تصمیم دا نظاممنده او پیاوړۍ قدرت اخلی. د همدی لپاره دی چی د ولسمشرانو په راتلو او تللو سره دا سیستم خپل کار ته ادامه ورکوی. د ډیرو سیاسی مسایلو پوهانو په باور، په اصل او اساس کی د افغانستان او سیمی په وړاندی د آمریکا په کلی سیاست کی هیڅ بدلون نه دی راغلی او د سپین ماڼۍ دا نوی تګلاره د افغانستان او نورو هیوادونو په وړاندی بیله دی چی عمومی افکار او اذهان ته چم او فریب ورکړی بل څه نه دی او په اصل کی همغه نقشه او طرحه به عملی سی چی امریکایان د افغانستان او نورو سیمه ایز هیوادونو په وړاندی نیولی دی. د سیاسی او نظامی مسائلو پوهان په دی باور دی چی امریکایان د مخکی ټاکل سوی پلانونو په اساس، تصمیم لری د افغانستان نوی جنګ مرحلی ته داخل سی او په دی تګلاره کی د طالبانو په وړاندی د جنګ شعار ډیر کړی او پاکستانی متحد سره زر\ری جنګ ته شدت ورکړی دی؛ اوس دا چی تجربی شکاره کړی دی چی نه طالبانو سره جنګ کولای سی امریکا په افغانستان او سیمه کی خپل مقصد ته ورسوی او نه هم مبارزه د داعش سره کولای سی کوم ګټه ولری. د پوهانو په باور، دا چی ترامپ دولت نوی تګلاره او هم د ښاغلی متیس په اخرو اظهاراتو کی د داعش سره مبارزی نوم نه اخیستل کیږی، ددی شکاره کوونکی دی چی د امریکایانو سرمایه ګذاری اصل په نوی تګلاره کی، په افغانستان او سیمه کی د داعش تروریستانو باندی دی او امریکایان د دوو لوریو څخه په افغانستان کی بحران او جنګ ادامه سره ملا تړلی دی. لمړۍ لاره د طالبانو سره په توله افغانستان کی جنګیدل دی او ددی ډلی سره جنګ د سولی څخه ډیر خپلو مقاصدو ته رسیدلو لپاره ورسره مرسته کوی او په لړ کی یی؛ یعنی د طالبانو سره د موږک او پیښو لوبو سره، په افغانستان کی به د داعش عناصرو نورهم تمویلیدو سره مرسته وکړی؛ ځکه چی داعش هم شکاره کړی دی چی د غرب بالخصوص امریکایانو لپاره ډیره ښه وسیله ده چی خپلو مقاصدو ته په افغانستان او سیمه کی ورسیږی. د همدی لپاره د ښاغلی متیس نوی اظهارات د افغانستان په وړاندی د امریکا دولت نوی تګلاری لپاره، کوم نوی څه نه دی چی جدی ونیول سی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>