$ 0 0 د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنه وایي ولسمشر غني د ملي شورا د کاري دورې له پيل وړاندې ۱۴ تقنیني فرمانونه په ناقانونه توګه صادر کړي دي. دغه ټولنه وایي د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د چارو په اړه د ولسمشر فرمان ناقانونه دی او که چیرې خپل فرمان بیرته وانخلي، نو په عدلي او قضایي ارګانونو کې به دعوه پرې وکړي. دوی دا فرمان د اساسي قانون د ۲۲تمې مادې خلاف بولي. قانونپوهان وایي ولسمشر غنی په ډيرو مواردو کې د هیواد د اساسي قانون خلاف فرمانونه ورکړي او د پارلمان پر ځاییې د قانون جوړونې دنده ترسره کړې. همداشان د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ هم ویلي چې ولسمشر غني فرمانونه فساد سره د مبارزې بنسټونو رول تت کړی دی. ولسمشر ماڼۍ ونه غوښت چې په دې تړاو زموږ خبریال ته توضیحات ورکړي.