Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

ترکمنستان نن سې شنبه د "RECCA"د غړو د اوومې غونډې کوربه دی

$
0
0
ترکمنستان به نن سې شنبه د افغانستان لپاره د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس "RECCA" د غړو هېوادونو د اوومې غونډې کوربه وي. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د لاجوردو د لارې د قرارداد د لاسلیک ترڅنګ، د افغانستان د ګاونډيو او سمیې د هېوادونوله لوري د مرستو پر څرنګوالي، پانګونې، سوداګرۍ او ټرانسپورټي همکاریو په اړه خبرې وشي. د ریکا پر ویب ویب پاڼه لیکل شوي چې دوه کاله مخکې، د ریکا په غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د ۴۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی ږو. د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې په نننۍ غونډه کې به ګڼ شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو او اقتصاد وزېران او د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي. د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس یا ریکا په ۲۰۰۵ میلادي کال کې جوړ شوی او تر دې مخکې یې په کابل، استانبول، نوي ډيلي او اسلام اباد کې غونډې کړي دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133