Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

هرات کې د زعفرانو دریمه جشنواره پرانستل شوه

$
0
0
هرات ولایت کې د زعفرانو د ګل دریمه جشنواره نن دوشنبې پرانستل شوه. په دغه جشنواره کې کروندګرو او هغو شرکتونو چې د زعفرانو د پروسس او صادراتو برخه کې فعالیت کوي، خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل. د هرات والي محمد اصف رحیمي چې دغه جشنواره کې یې ګډون کړی و، وویل هرات د هیواد په کچه د زعفرانو تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت دی. والي وویل لس کاله وړاندې د زعفرانو کښت له یوې ولسوالۍ پيل شو او نن ورځ زرګونه خلک په دې برخه کې فعالیت کوي. هرات د هیواد په لویدیځ کې هغه ولایت دی چې زیات شمیر بزګران یې د زعفرانو په کښت او تولید بوخت دي. د افغانستان زعفران د نړۍ په هیوادونو کې ښه نوم لري.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>