$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د حکومت اجراییه ریس عبدالله پرون د شهید سید مصطفي کاظمي او د ولسي جرګې د ۵ تنو نورو غړو د ۱۰ تلین په مراسمو کې د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې وویل، ومنله چې ملي یووالي حکومت خلکو ته ډېری ورکړل شوې ژمنې عملي کړې نه دي.د افغان حکومت اجرئیه رئیس وايي، د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې د واکمنۍ په پاتې موده کې، راتلونکي انتخابات په پوره دقت، شفافیت او ټاکلي وخت سره، ترسره کړي.عبدالله د اجرائیه رئيس سرګندوی، د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه، له احساساتي څرګندونو او پر بېړنیو اقداماتو له ټینګار څخه، د ملي ګټو په پام کې نیول غوره دي.ښاغلی عبدالله، د ټاکنو په تړاو د بحثونو زیاتوالي ته په اشارې او د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ټاکنیزو مبارزو په څېر د خبرو پیل په اړه خبرې لري.