$ 0 0 د آوا په ګزارش سره، د غور پوهنتون ځینی اوسیدونکی وایی: دوهم خزانی سمستر شروع سره، ډیر استاذان یی د زده کړی ادامه لپاره هیواد څخه وتلی دی. هغوی وایی: هغه کسان چی د استاذانو پرځای تدریس کوی، د څلورم کال زده کوونکی او یا هم غیری مسلکی کسان دی. دا زده کوونکی د مسلکی استاذانو نه شتون په پوهنتون کی خپل حق په وړاندی لوی جفا بولی. خو عطاءالله فاضل؛ د غور پوهنتون مشر خارج ته د استاذانو لیږد اندیښمند نه بولی او وایی: ددی استاذانو پرځای د غور ښه ترینو علمی کادرونو څخه ګټه اخلی. د غور پوهنتون مشر وایی: د هغوی یواځنۍ مشکل د درسی مکان نه شتون او کتابتون او انترنت ته د زده کوونکو لاسرسې نه درلودل دی. په اوس حال کی ۲۰ تنه استاذان د غور پوهنتون څخه د زده کړی ادامی لپاره هیواد څخه بهر تللی دی. د غور پوهنتون ۱۳۰۰ تنه زده کوونکی لری.