Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

په پروان کې د ۳۰۳ موتر د سوځیدو له کبله۱۰ کسانو ساه ورکړې او ۲۷ نور ټپیان دي

$
0
0
د پروان ولایت امنیه قومندان محمد زمان مموزی وایي، تېر ماښام (چهارشنبه) د چاریکارو په مرکزي چوک کې د تېلو پر تانکر د مقناطيسي ماین چاودنه وشوه او ورپسې روان ۳۰۳ بس کې اور ولگید، چې په کې ۸ کسانو ساه ورکړې او ۲۷ نور ټپیان دي.په کابل کې د استقلال روغتون داکتر عبدالستار صمیم وایي، له دغې پېښې څخه ۱۰ ټپیان د دې روغتون ته رالیږدول شوي، چې دوه کسو یې تېره شپه له ټپونو ساه ورکړې او تر دې دمه پېژندل شوي هم نه دي.د نوموړي په وینا د سوځیدلیو کسانو سوځیدنه له ۴۰ سلنې ډېره او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.هغه زیاتوي، ډېرو یې تنفسي زیان لیدلی او اوس اکسیجن اخلي.عبدالباري نومی زخمي وایي، کله ، چې موتر اور واخیست؛ ښځې ماشومان او نارینه په کې وسوځیدل او مونږ څو کسه ژوندي پاتې شو.د پېښې د ټپیانو یو شمېر خواخوږي په روغتون کې خپل کسان لټوي؛ خو په پیدا کولو او پېژندلو یې بریالي شوي نه دي.پېښه تېره ورځ ماښام مهال د پروان ولایت په چاريکارو کې د تېلو پر یو تانکر د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې، چې په کې لږ تر لږه لس کسه مړه شوي او ۲۷ نور ټپيان کړي دي.تر دې دمه هیچا د مقناطیسي ماین د چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>