Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167

حکومت د خونړیو پېښو د مخنیوي کاري وړتیا نلري

$
0
0
د افغانستان د نوې ملي جبهې رييس وايي، چې حکومت په کابینه کې کارپوه کسان نلري؛ نو، ځکه د خونړیو پېښو په مخنیوي کې له کاري وړتیا او کفایته بې برخې پاتې دی.په هېواد کې له وروستیو خونړیو بریدونو راوروسته پر حکومت د سیاسي ډلو نیوکې تندې شوې دي.د افغانستان د نوې ملي جبهې رييس انوارالحق احدي وایي، د خواشینۍ ځای دی، چې حکومت سترې څوکۍ هغو خلکو ته ورکړي، چې کاري وړتیا او کفایت نلري. که دا لوبه لکه څنګه، چې روانه ده روانه وساتل شي؛ د ورته پېښو رامنځته کیدل به ناشوني نه وي.   حکومت هم د کار تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي.پوځي چارواکو ولسي جرګې ته خپل د وروستیو پېښو په اړه وضاحت ورکړی؛ خو مشرانو جرګه هم له دغو چارواکو کلکې پوښتنې لري.د مشرانو جرګې غړی محمد حسن هوتک امنیتي چارواکي د دندو په اړه بې تفاوته بولي او وایي، دا یو واقعیت دی، چې د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او دفاع وزارت په خپلو دندو کې نه یوازې پاتې راغلي، بلکې بې کفایته او بې تفاوته هم دي. د مشرانو جرګې غړې نجیبه حسیني له حکومته غواړي، چې د بې ګناه هېوادوالو د وینو توییدو په اړه دې بې تفاوته پاتې نشي او د انسانانو د ټولوژنې مخه دې ونیسي.په افغانستان کې سخت دریځو او وسلوالو طالبانو په داسې حال کې خونړیو بریدونو  ته زور ورکړ، چې کابل او اسلام آباد د واشنګتن او پیکینک په څارنه د سولې خبرې پیل کړي.د سیادونې وړ ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د نوې ملي جبهې د وروستیو نیوکو په اړهه چوپتیا غوره ګڼلې او هیڅ راز غبرګون نه ښيي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>