$ 0 0 د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په پلازمینې کابل ښار کې د وسله والو طالبانو یو بل خونړی موټر بم برید پلان شنډ کړی دی.د ملي ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ریاست موظفینو د کابل ولایت له سروبي ولسوالی څخه دوه ځانمرګي او یوه موټر بم نیولي دي.خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو مشرتابه په پیښور ښار کې پلان لري ترڅو په پلازمینې کابل کې یو لړ خونړی بریدونه ترسره کړي.د ملي امنیت ریاست په وینا، وسله وال طالبان غوښتل دغه بریدونه د قاري بریال تر مشری چې د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي په توګه دنده ترسره کوي، په کابل ښار کې ترسره کړي.ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې نیول شوي ځانمرګي بریدګرو چې سمیع الحق او واحدالله نومیږي، د طالبانو قوماندان حکیم الله په لارښوونه کابل ولایت ته استول شوي وو، ترڅو په کابل ښار کې بریدونه ترسره کړي.د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونه د شنبې په شپه هم په کابل ښار کې د یوه خونړی موټر بم برید پلان شنډ کړل