Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21374

د کابل ښارکی‎ د یوه سترخونړي برید مخنیوی وشو

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د کورنیو چارو وزارت نه خبرشوی خبرپاڼه کی نن یکشنبې ورځ وایی، چې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو څخه ډک مازدا ډوله موټر نه په استفادې د کابل په ښار کې ځانمرګی برید ترسره کړي، موخې ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا ونیول شو.سرچنیو زیاتیوی، د ملي پولیسو ځواکونو د یاد ترهګر پرون شپه د کابل ښار د بنځمې حوزې په اړونده سیمه کې له پېژندو وروسته چې د پولیسو د درېدو غږ ته غوږ کې نه ښود، د پولیسو د ډزو په پایله کې له ټپي کېدو وروسته ونیول شو.د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وواي، په دغه بار وړونکي موټر کې ۳۰ بوشکې چاودېدونکي توکي او دوه ستر بمونه د بادزنجان رومي د کرېتونو لاندې ځای پر ځای شوي وو چې د کابل د امینه قومندانۍ د انجینرۍ ډلې له خوا شنډ کړل شول.په خبر پانه کی وایی، چې د دښمن د دغې توطیې له شنډولو سره یې په کابل  ښار کې د یوه ستر خونړي برید مخه نیولې ده.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21374


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>