دشمالی کوریا مشر کیم جونګ ان امریکا ته په خبرداری سره ویلی دی چې دجاپان ، جنوبی کوریا او د امریکا پوځی مانورې زمونږ اراده نوره هم پیاوړی کړی او امریکا باید په جنګ سره سیخه کړې شی .شمالی کوریا ویلی دی چې دغه پوځی مانورې دسختو اقداماتو د ترسره کولو لپاره زمونږ لاسونه وسلو ته نږدې کړی دی .دشمالی کوریا دغه خبرداری د کوریا د ټاپووزمې دپاسه دامریکا د پوځی قدرت دښودلو لپاره ددوو (۲)جنګی بی یو بی الوتکو الوت ته په غبرګون ورکړل شوی دی . |
![]() |