October 8, 2017, 10:05 pm
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وایي، د امریکا متحده ایالاتو له اسلامي دولت نومې یا داعشیانو سره مرستې کوي. نوموړی له رشیا ټوډې ټلویزیون سره د مرکې پرمهال او د هغه سوال په ځواب کې چې ایا داعش وسله والو له امریکایي اډو څخه مرستې ترلاسه کوي، وویل چې هغه په دې اړه راپورونه ترلاسه کړی دی چې داعشیان د امریکایي هلیکوپټرو په واسطه استول کیږي. خو هغه زیاته کړه، چې دغه راپورنه تر اوسه تائید شوی نه دی. د ښاغلي کرزي په وینا، پر امریکا تر برید وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې میلیارډونه ډالر لګولي دي. هغه د بمونو مور د استعمال په اړه یوځل بیا پر امریکا سخت نیوکه وکړه او وویل، چې افغانان نور نه غواړي په افغانستان کې له لویه او ویجاړونکی وسلې کار اخیستل شي. په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د روان کال د مارچ په میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو پر خلاف تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړی. دغه زورور بم جي بي یو-۴۳ نومیږی د ننګرهار په اچین ولسوالی کې د داعش وسله والو پر تونلونو او غارونو یوه شبکه وغورځول شو چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۴ تنه داعش وسله ول د څلور لوړپوړ ډلمشرانو په ګډون وژل شوي. ښاغلي کرزي د دغه بم د استعمال په اړه تند غبرګون وښود او وویل چې هغه پرېکړه کې ده چې امریکا له افغانستان خاورې څخه وباسي. |
![]() |
↧