Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

چارواکي: د سرپل په علف سفید دره کې ۷ وسله‌وال وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

$
0
0
د سرپل ولایت په علف سفید دره کې د وسله‌والو طالبانو پر یوه پناه ځای د افغانستان د هوايي ځواک په بمبارۍ کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.د سرپل امنیه قوماندان خلیل‌الله دستیار پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په علف سفید دره کې دا حمله پرون شنبه مازیګر شوې ده. د هغه په وینا، د سرپل دا سیمه له دوو کلونو راهیسې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې ده. خلیل‌الله دستیار زیاتوي: "دښمن په کمین کې دی او هره ګړۍ د حملې لپاره تیاری نیسي، خو دا ځان ته خبره ده چې موقع نه ورته برابرېږي." د سرپل امنیه قوماندان زیاته کړه چې پر وسله‌والو طالبانو بمباري په داسې وخت کې شوې چې هغوی د وسله‌والو حملو لپاره تمرینونه کول. وسله‌والو طالبانو حمله تأیید کړې، خو د تلفاتو خبر یې رد کړی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133