Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167

وزیري: د پاکستان د پوځ لوی درستیز سبا کابل ته راځي

$
0
0
افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز مټېس او د ناټو تړون د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر سفر وروسته، د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه پلاوی کابل ته روان دی. د ملي دفاع وزارت ویاند، جنرال دولت وزیري بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سبا یکشنبه کابل ته رسېږي.دولت وزیري وویل: "د معلوماتو پر اساس، د پاکستان د پوځ لوی درستیز به سبا، داکټوبر په لومړي نېټه، په رسمي سفر کابل ته راشي." د پاکستان لوی درستیز به کابل ته په سفر کې له افغان چارواکو سره د ترورېزم پرضد پر مبارزه، سرحدي مسایلو او په افغانستان کې د سولې پر بهیر خبرې وکړي. د افغانستان ولسمشر تېره اوونۍ د امریکا له دفاع وزیر او د ناټو له عمومي منشي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې حکومت یې له پاکستان سره سوله غواړي. ولسمشر محمد اشرف غني تردې مخکې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې پر پاکستان غږ وکړ چې وخت دي نه ضایع کوي او له افغانستان سره د سولې خبرو ته دي حاضر شي. د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې حکومت یې ګاونډیو هېوادونو ته د سولې لاس ور غځولی او له هغوی همه ورته تمه لري. هغه پرون د هند د نړیوالو اړیکو شورا ته په وینا کې وویل: "افغانستان هېڅ کله خپلو ګاونډیو ته ګواښ نه و او هغوی ته به هېڅ ګواښ نه پېښوي، موږ د افغانستان شااوخوا ته ټولو پرتو هېوادونو ته د دوستۍ لاس ور اوږد کړی او له هغوی هم د ورته ګام پورته کولو تمه لرو." د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتيژۍ تر اعلان وروسته، دا اول وار دی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز کابل ته ځي. د امریکا ولسمشر د اګست په میاشت کې د ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې، په پاکستان کې د سخت دریځو او وسله والو ډلو پر ضد د جدي مبارزې غږ وکړ.پر پاکستان په مکرر ډول نیوکه کېږي چې په خپله خاوره کې د سخت دریځو وسله والو ډلو پر ضد جدي مبارزه نه کوي خواسلام اباد یې ردوي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>