عبدرب الرسول سیاف؛ د جهادی مشرانو څخه د برهان الدین ربانی د ترور شپږم کلیزه کی د دولت څخه د اسلامی ارزښتونو په وړاندی بی تفاوتی لپاره سخت نیوکه وکړه. ښاغلی سیاف د اسلام ارزښتونو څخه ساتنی په خاطر د عالی رتبه چارواکو وعدو ته په اشاره سره وویل؛ د حکومت چوپتیا او غفلت په دی برخه کی د قبول وړ نه دی. هغه وویل: که طالبانو اسلام ته د تاوتریخوالو او ظلم له لوری زیان ورسول، موږ د فسق، فساد، رشوه، غلا او چول او چپاول په کولو سره مو زیان ورسول. اسلام بیچاره په دوو آسیابو کی اوړه دی. هغه د حکومت څخه وغوښت ترڅو د هنر او فحشا ترمنځ یو واضح او شکاره خط کش کړی. هغه وویل: ددی دوو ترمنځ سرحد شتون نه لری. موږ په هنر باندی پوهیدو. په عربی کی هغه ته فن وایی. نن ستیج سر باندی یو نیم لوڅ ښځه نڅا کوی او دا د هنر ترنامه لاندی تیروی. موږ ددی هنر څخه منکر یو. دا اسلام نه قبلوی. دا په داسی حال کی دی چی په تازګی سره د اطلاعاتو او کتلور وزارت، آریانا سعید ته د افغانستان آغلې آواز لقب ورکړه. ددی جهادی مشر خبری، د ډیرو ټولنیز چارو پوهانو په نظر، د یو لوی بحران څخه پرده پورته کوی چی ددی هیواد د شهیدانو وینی او مجاهد ملت او باورونه او کلتور تر هدف لاندی نیولی دی او په نتیجه کی د نظام دننی مشخص سازمان یافته حلقاتو سیاستونه مخ په پیاوړۍ کیدو دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت، په داسی حال کی چی په تیرو ۱۷ کالو کی، هیڅ جامع استراتژی او کلتور او مدنیت او دینی ارزښتونو ساتلو لپاره هیڅ خدمت نه دی ترسره کړی، اوس ددی لیونتوب او هرزه ګی په رامنځته کیدو سره د هنر ترنامه لاندی غواړی ددی ځمکی کلتور او هنر تابوت باندی آخری میخ وټکوی او په رسنیو کی د خراب وضعیت ترڅنګ چی پکښی فحشا او کلتوری فساد شروع دی، د فحشا هنر سفیران د ( افغانستان آغلې آواز ) ترنامه لاندی پر دی میراث باندی تحمیلوی او په دی ترتیب، د افغانستان اصلی هنر ریشه د همیشه لپاره له منځه وړی. که داسی وی چی د ښځو آواز ویلو لپاره هم د افغانستان ملی تلویزیون کی یو نمونه معرفی سی، هم د قدمت او زوړتیا او هم آواز ویلو اصیل او سنتی لمړني الزاماتو ته وفاداری لپاره دا حق ( آغلې پروین ) ته رسیږی چی د افغانستان تلویزیون کی د ښځو آواز ویلو ریکورد مات کړ او په عین حال کی، د افغانستان کلتوری ارزښتونو او سنت اصولو ته پایبنده پاته سوه. میرمن پروین، د برقع یا چادری لاندی آواز ویله؛ نه داسی چی د اوس هرزه هنرمندانو په شان برقع سپکاوی وکړی؛ بلکه ددی لپاره چی هغی د آریانا سعید په شان هرزګی او لوڅ والی او سنت ستیزی او افغانستانی اصیل هویت پریښودل خپل کار اساس ونه ګرځاوه. هغه کسان چی د آریانا سعید بد اخلاقه هنر د افغانستان تاریخ لرونکی او ریشه دار او اصیل هنر په حیث منی او د لویو القابو په ورکولو سره ورځ په ورځ ددی بد اخلاقه هنر شتون پیاوړۍ کوی، بی شکه چی ددی ځمکی انسانی او ملی او دینی او کلتوری او تاریخی ارزښتونو په وړاندی مسئولیت لری او باید د راتلونکو نسلونو په وړاندی ځواب ویونکی وی. دا یو شکاره ملی خیانت دی؛ ځکه چی هغه کسان چی افغانستانی اصیل هنر نفی کوی او بل لوری ته وړی او د بیګانه وارداتی هنر نمونو په ورکولو سره ځای ورکوی، په اصل کی یو ملی لوی خیانت ترسره کوی او دا د هیڅ چا څخه پټ نه دی. د ښاغلی سیاف اشاره و داته چی ـ که طالبانو اسلام ته د تاوتریخوالو او ظلم له لوری زیان ورسول، موږ د فسق، فساد، رشوه، غلا او چول او چپاول په کولو سره مو زیان ورسول. اسلام بیچاره په دوو آسیابو کی اوړه دی- یو حقیقت دی؛ ځکه هغه زیان چی د خلګو دین او دینی ارزښتونو او باورونو ته رسول کیږی، هیڅ توپیر د طالبانی تروریزم او کلتوری تروریزم ترمنځ نسته چی اوس په دی هیواد کی جریان لری. دواړه په یو اندازی سره جنایت ترسره کوی او دواړه په یو اندازی سره بیګانه لپاره مزدوری او ملی خیانت ددی هیواد سره ترسره کوی.