Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

بختیار: د افغانستان ۲۷ فیصده زندانیان د مخدراتو مجرمین دي

$
0
0
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې پولیس د دغه هیواد په کچه د مخدره موادو د قاچاقبرانو او تولیدونکو د نیولو لپاره پراخ فعالیتونه لري او د مخدراتو په کاروبار کې زیات شمیر ښکیل کسان یې نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې سپارلي دي.د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین خلیل بختیار، چې د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د جوړیدو په دولسمه کلیزه کې وینا کوله وویل، د کورنیو چارو وزارت او د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ګډو هڅو په نتیجه کې اوسمهال د افغانستان د زندانیانو ۲۷ فیصده د مخدره موادو مجرمین دي.د دغه وزارت څلور میاشتې پخوانۍ شمیرې ښيي، چې دا شمیره ۲۳ فیصده وه او اوس ۲۷ فیصدو ته لوړه شوې ده.د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې اوسمهال شاوخوا ۳۰زره کسان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي، چې په اوله کټګوري کې د حکومت وسله‌والو مخالفین او ورپسې د مخدره موادو اړوند جرمونو مجرمین شامل دي.د دغه وزارت د چارواکو پر وینا په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه وګړي، د مخدراتو په کاروبار لکه د کوکنارو کرل او د مخدره موادو تولید کې ښکيل دي.دوی وايي پولیسو د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان په کچه ۷۶۴ عملیات کړي او ۸۷۴ تنه لوی او کوچني قاچاقبران یې نیولي دي.د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي په دغو مراسمو کې وویل، مخدره مواد او ورڅخه راپورته شوي جرمونه، د دغه هیواد د خلکو مصؤنیت له ګواښ سره مخامخ کړی او له ترهګرۍ، ناامنۍ او د فساد له پراختیا سره مستقیمې اړیکې لري.ښاغلي حمیدي وویل، افغان دولت له مخدره موادو سره د مباررې لپاره قوي اراده لري، خو ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه او د سیمې هیوادونه دې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي دغه راز وویل، له مخدراتو سره د مبارزې د استراتیژۍ له مخې څو حکومتي ادارې د دغې پدیدې پر ضد د مبارزې مسؤلیت لري او د دغو ادارو ترمنځ همغږي د دې لامل شوې، چې حکومت د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې زیاتې لاسته راوړنې ولري.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123