$ 0 0 د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن سهار د هند پلازمینې نوې دهلي ښار ته ورسید. د اجرائیه ریاست دفتر وایي، په پام کې ده چې ښاغلي عبدالله په نوې دهلي کې د افغان-هند سوداګریز نندارتون کې ګډون وکړي او ترڅنګ یې د هند له لومړی وزیر ښاغلي نرندرا سره وګوري. د راپورونو له مخې، په پام کې و چې ښاغلي عبدالله تیره ورځ هند ته سفر کړي خو پر حامد کرزي نړیوال هوایي د برید له امله د هغه سفر وځنډول شو. وسله والو طالبانو تیره ورځ شاوخوا ۱۱:۱۰ پر کابل هوایي ډګر ډلییز راکټي بریدونه پیل کړل چې تر ماښام پورې دوام درلود. د نښتې، راکتي بریدونو او هوایي برید په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه برید مسئولیت په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی. طالبان ډلې ادعا کوي چې د برید اصلي هدف د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر و چې تیره ورځ د سهار په وخت کابل ته ورسید. د کورنیو چارو وزارت چارواکي تیره ورځ ناوخته وویل، چې د برید په ترڅ کې یو تن ملکي وګړي وژل شوي او یوه لس نور ټپیان دي.