Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د غور په غلمین کی نښتو ادامه/ ۴۵۰ کورنۍ د غلمین څخه بی ځایه سوی دی

$
0
0
د آوا په ګزار ش سره، عبدالرئوف غفوری دغور د مهاجرینو او عودت کوونکو اداری مشر و آوا ته وویل چی دا کورنۍ د درو ورځو راهیسی، دا سیمه پریښی دی او د فیروز کوه سیمه ته مهاجر سوی دی. هغه زیاته کړه چی دا داره د نورو دولتی نهادونو په همکاری د ۲۲۵ څخه ډیرو کورنیو لپاره غذایی اوغیری غذایی مرستی کړی او اوس هم د نورو بی ځایه سویو کورنیو د پیژندلو په لټه کی دی. خو عبدالحی خطیبی، د غور والی ویاند هم د غلمین سیمی بی ځایه سویو شمیر په دقیق توګه نه پوهیږی او وایی چی د دوو ورځو راهیسی دجلینګ کلۍ کی ۲۲۷ کورنۍ او ۳۷ کورنۍ هم د فیروز کوه په ښار کی پیژندل سوی دی. هغه زیاته کړه چی ددی کورنیو لپاره، مرستی صورت نیولی دی. په عینی حال  کی د غور والی ویاند د غلمین سیمی پاکسازی عملیات په منځته راوړل په نږدی وختونو کی خبر ورکړ. په داسی حال کی د غلمین بی ځایه سویو شمیر ډیریږی چی دا سیمه د طالبانو تر تصرف لاندی دی او امنیتی ځواکونه د دوو ورځوراهیسی د طالبانو مواضع تر هدف لاندی نیولی دی. غلمین یو اونۍ مخکی بیله نښتی د طالبانو او داعش تر تصرف لاندی راغلل.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123