$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبر له مخی، د ارګ نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی دی، چې د جمعه په ورځ خپره شوه، د ولسمشر غني له خولې لیکل شوي چې هغو معلوماتو چې په وروستیو کې د چارو ادارې ته د یوه منصوب وګړي په حواله خپاره شوي، سخت متاُثر کړی دی.سر چنیو وای، چې ولسمشر غني نیویارک ته د سفر په وروستیو شېبو کې له دې مسئلې خبر شو، د خپاره شوي لیک جزئیات یې ولوستل او خوابدی دی.په خبرپاڼه کې ویلی، چې ولسمشر غني دې معلوماتو خواشینی کړی او له عامل یا عاملانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.خبر پانه وای، د ښاغلي محمد اشرف غني په حواله لیکل شوی چې د افغانستان قوت او ثبات د افغانستان په قومونو کې چې "برابر او مساوي" دي، ویني او د هغوی پر استازیتوب فخر کوي.