November 10, 2016, 9:50 pm
بالاخره د امریکا دریاست جمهوری د انتخاباتو جنجالی دوسیه د دونالد د ترامپ په بریالی کیدو سره پای ته ورسید او دونالد؛ خپل بریالی توب د خپل کورنی او هوادارانو سره جشن ونیوله.
د ښاغلی ترامپ د بریالی کیدو په اړه باید یو عمده نکتی ته توجه وکړو:
د عمومی تصورو برخلاف د امریکا د ریاست جمهوری انتخابات دهر ډول تقلب او لاسوهنی څخه خالی وو، باید وویل سی چی ددی تصور لپاره کوم عقلی مبنا نسته.
د غالب تحلیل په اساس، د امریکا په لوی هیواد کی یو نهاد سته چی د نظام د مصلحت د شورا په حیث وجود لری چی د امریکا اصلی او واقعی تصمیم نیونکی هم د همدی شورا غړی دی او د یاد سوی شورا له اجازی بغیر هیڅ رییس جمهوراو سناتور او وکیل کوم عکس العمل او لاسوهنه په داخلی او خارجی کارو کی نه لری.
ددی لید له نظره، د مذکور شورا مهم وظایف، انتخابات یا هم بهتر دی چی وویل سی د رییس جمهور انتصاب دی. ممکن دی چی پوښتنه وسی چی د امریکا د رییس جمهورپه انتخابولو کوم نفوذ لری که نه؟ په داسی حال کی چی په دی هیواد کی خلګ په آزادانه ډول سره د رایو صندوقو ته ځی او رایی ورکوی او یو دموکراسی نظام لری.
ددی په ځواب کی باید وویل سی چی په ظاهر کی همداسی دی او هغه څه چی په سترګوکیږی، ټوله د قضایاوو د ظاهر خطاایستونکی جلوی دی؛ خو د موضوع دننه او باطن هغه څه دی چی وویل سو؛ یعنی یادسوی نهاد مخکی تر مخکی د انتخاباتو نقشه رسم کړی وو او رییس جمهور یی ټاکلی وو چی څوک باید رییس جمهور سی او کوم کس یواځی د عوامو خلګو د خطاایستلو لپاره وی او د انتخاباتو میدان تود وساتی!.
خو په ظاهر کی ځینی خبری سته چی عوام په نه پوهیږی، هغه داسی څه دی چی پوهان او تحلیل کوونکی په هغه پوهیږی او عوام خلګ په هغه نه سی پوهیدلای.
بنائن، همدا ناظران وایی چی د امریکا په انتخاباتو کی له دی ځله هم یاد سوی شورا بیکار نه دی کښینستلی او په ډیر ماهرانه ډول سره عمومی افکار د ترامپ د بریالی کیدو لوری ته یوړل.
ددی شورا یو چم داوو چی په واپسین کی د انتخاباتو په ورځو کی دا خبری رامنځته سوی چی ترامپ ویلی دی چی د ناکامه کیدلو په صورت کی، لاس په شورش وهی او د هوادارانو څخه یی غوښتی دی چی د شورش لپاره امرته صبر وکړی.
په دی ټولو خبرو سره معلوم وو چی یو خبره سته چی حتی خلګ د بیری له امله ترامپ ته رایه ورکړه او دا همغه څه وو چی د تصمیم نیونی شورا او دهغه شورا غړی د امریکا د خلګو څخه غوښتی وو؛ یعنی د دونالد ترامپ بریالی کیدنه د هغه هیواد په ریاست جمهوری کی بیله کوم خبری.
بنا پردی، سیاسی شخصیت او دترامپ نظر، دقیقآ هماغه څه دی چی مخکی تر مخکی هغه ته لیکل سوی وو او هغه چی هغه به په راتلونکی کی په امریکا کی ترسره کړی هغه څه دی چی یاد سوی شورا تصمیم نیولی دی یعنی د شورا د تصمیمونو په اساس کار کوی.
خو په نهایت کی د دقت وړ خبره داده چی امکان لری یاد سوی شورا خپل رویکرد د نورو هیوادو په وړاندی تغیر ورکړی وی؛ د مثال په توګه هغه څه چی د ترامپ په خبرو کی د روسیی سره د اړیکی او د داعش سره د جنګ په اړه ویل سوی وو او یا هم شاید داخبری د ریاست جمهوری د مقام د لاسته راوړلو لپاره وی. |
![]() |
↧