Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

غوراوي کمېټې د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوماندانو وروستی نوملړ جمهور رئیس غني ته وسپاره

$
0
0
د غوراوي کمېټې غړو نن مازدیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو وروستی  نوملړ جمهور رئیس غني ته وسپاره. په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د غوراوي کمېټې پر غړو سربېره د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، لوی څارنوال فرید حمیدي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم حضور درلود.  جمهور رئیس په پوره دقت او شفافیت  د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوماندانو نوملړ د نهایي کولو له امله  د غوراوي کمېټې د غړو قدرداني وکړه.  جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي به له دغه نوملړ څخه په پوره دقت او شفافیت انتخاب شي. هغه د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوماندانو د نوملړ نهایي کول د ټاکنو د ترسره کېدو پړاو ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام وباله.  یو ځل بیا یې په دې برخه کې د غوراوي کمېټې د غړو صادقانه هلې ځلې وستایلې.# 

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123