د آوا په ګزارش سره، دا شخص اعتراف کړی دی چی په ۲۰۱۳ کی د ISI غړیتوب ترلاسه کړی او د ISI سازمان ۳۱۴ اداری کی شامل سوی او وروسته د هغه سازمان په ۲۱ اداری کی دنده ترسره کړی دی. د ملی امنیت عمومی ریاست معلوماتو په اساس، دا کس سربیره پردی چی د یادو ادارو غړۍ دی، په افغانستان او ایران او هندوستان کی د پاکستان هیواد اسختباراتی چاری هم ترسره کولی او د طالبانو رهبری سطحی اصلی ملاتړ کوونکی څخه دی. سرچینه زیاتوی چی نیول سوی کس د طالبانو رهبری شورا غړیو لیږد مسئولیت د پاکستان بیلابیلو برخو څخه و ۳۱۴ او ۲۱ ادارو ته په غاړه درلوده. هغه په آخری ځل د ISI سازمان د لشکرګاه ښار باندی تهاجمی برید لپاره د طالبانو مشران د هغه سازمان دفتر ته غوښتی دی چی د ملا هبت الله او سراج الدین حقانی په شمول مولوی شیرین د طالبانو استخباراتو مشر، ملا نقیب الله، ملا واحد، مولوی احمد الله د فدائیانو مسئول صدر ابراهیم، ګود عبدالحی عمری، او د ISI له لوری کرنل بلال پنجابی، کرنل ناصر، میجر ذبیح الله په هغه ناسته کی دعوت او د هغه په واسطه د ISI سازمان دفتر ته د کویته ښار ته لیږدول سوی وو. دا کس زیاته کړی چی د طالبانو مشران د الخیر او سنګین روغتونونو کی په VIP شکل سره تداوی کیږی او که ډیر حالت یی خراب وی نو د پاکستان اردو ځواکونو مربوطه روغتون یعنی CMH کی چی په کویته ښار کی دی هم تداوی کیږی.