$ 0 0 د آوا په ګزارش سره، دا دوه سیمه ایز چارواکی او ۱۵ تنه نظامی او غیری نظامی کسان د یو څخه تر څلورو کلونو پوری په حبس محکوم سو. نجیب فروتن، د ننګرهار قضایی محکمی مشر وایی دوه سیمه ایز چارواکی د شیوه ولسوالی پولیس قومانده او مخکنی ولسوالی په شتون دی. د هغه په وینا دوه تنه په دی تورن دی چی د خپل کاری صلاحیتونو څخه سوء استفاده کړی دی. همدارنګه دا مسئول چارواکی ویلی دی چی ۱۵ تنه نور نظامی او غیری نظامی کسان د بیلابیلو جرایمو له امله د حبس سربیره په نقدی جریمو باندی هم محکوم سوی دی. دا په داسی حال کی دی چی فرهاد نیایش د هرات پخوانۍ ښاروال د اداری فساد په تور په چهارشنبه کی په کابل کی ونیول سو.