Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21225

ولسمشر ټرمپ ته د طالبانو پرانیستی لیک او د امریکا حکومت غبرګون

$
0
0
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تائید کړه چې ولسمشر ډونالډ ته د وسله والو ته طالبانو له خوا پرانیستی لیک استول شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نوهرت وویل، چې په افغانستان کې موجود حالات د وسله والو طالبانو د فعالیتونو نتیجه ده. نوموړې زیاته کړه چې وروستی راپورونه ښیي چې وسله وال طالبان د عام وګړو پر خلاف خپل بریدونو ته زور ورکړي دي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. اغلې نوهرت زیاته کړه، چې وسله وال طالبان د ملکي تلفاتو اصلي لامل دي او دا ټول لاملونه باید هېره نه شي. وسله وال طالبان د سه شبنې په ورځ په یوه پرانیستی لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښت چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي. وسله وال طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل بهرنی اشغال دی، د بهرني اشغال له امله دلته د جګړې اور بل شوی او له دې جګړه ایزې فضا نه هرڅوک د ځان به نفع استفاده کوي. طالبان ډلې د امریکا په مشری پر ائتلافي ځواکونو تور لګوي چې د جګړې له امله افغانستان په امنیتي لحاظ تر ټولو نا امنه، په اداري لحاظ تر ټولو فاسد او په اقتصادي لحاظ تر ټولو نیستمن هیواد ګڼل کیږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21225


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>