$ 0 0 د افغانستان د ښوونځیو هغه شپږ زده کوونکي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د روباټیک په سیالیو ګډون کړې وو، د هېواد لپاره د سپینو زرو مډال واخیست. د راپورونو له مخې، د افغانستان دغو زده کوونکو ته د سیالیو په پایله کې افتخاري مډال یا د نړیوال جرات مډال ورکړل شوی دی. د روباټونو دغه سیالی تیره اونی د امریکا په پلازمینې واشنګټن کې پیل او پکې د نړی له ګوټ ګوټ څخه ۱۶۲ ټیمونه راغلي وو. په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ډونالډ ټرمپ لور اېوانکا ټرمپ هم له افغان نجونو سره وکتل. د افغانستان دغه زده کوونکې تیره اونی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مرسته په دغه سیالی کې ګډون وکړل، وروسته له هغه چې د هغوی د ویزې غوښتنلیکونه د امریکا چارواکي له خوا رد شوي وو. د راپورونو پر بنسټ، په پام کې ده چې افغان نجونې د اېوانکا ټرمپ په بلنه سبا سپینې مانی ته لاړ شي. له دې وړاندې دغو زده کوونکي په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې دعوت شوي وو او په دغه لمانځغونډه کې د سفارت کارکوونکو سربېره نورو افغانانو هم پکې ګډون درلود.