Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

امریکایی قانون ایښوونکی: پاکستان د تروریزم ملاتړکوونکی دی

$
0
0
د آوا په ګزارش سره، نیودور پو، د امریکا کانګرس نمایندګانو مجلس جمهوریخواه غړۍ، ددی سختو نیوکو ترڅنګ ویلی دی چی د پاکستان ځواک د دهشت منځته راوړونکو سره په ټوله نړۍ کی همکاره دی او د هغه په وینا پاکستان د ټولو دهشت منځته راوړونکو ډلو سره چی په افغانستان کی فعالیت لری، اړیکه لری. د افغانستان ولسمشر ویلی دی چی په حاضر حال کی د ۲۰ څخه ډیر دهشت منځته راوړونکی ډلی په هیواد کی فعالیت لری. افغان چارواکی هر وخت پاکستان تورن کړی دی چی د دهشت منځته راوړونکو ترمنځ توپیر کوی او هغوی په ښه دهشت منځته راوړونکو او بد دهشت منځته راوړونکو باندی سره بیلوی. پاکستان د دهشت منځته راوړونکو ډلو سره ملاتړ او اړیکه په شدت سره ردوی. پاکستانی چارواکی هر وخت ټینګار کړی دی چی دا هیواد خپله د دهشت منځته راوړونکو قربانی دی. ښاغلی پونیز د پاکستان قبایلی سیمو کی د هغه هیواد نظامی عملیاتونو ته په اشاره سره ټینګار کوی چی د پاکستان نظامیانو له لوری یواځی هغه دهشت منځته راوړونکی له منځه وړل کیږی چی د پاکستان پر ضد باندی عمل کوی. د امریکا نمایندګانو مجلس دا جمهوریخواه غړۍ همدارنګه ویلی دی چی پاکستان از امریکا مساعدت څخه د تروریزم په وړاندی مبارزی لپاره برخمن سوی خو په بدله کی یی امریکایانو ته دروغ ویلی او د هغه کار حاصل غواړی چی هیڅ یی نه دی ترسره کړی. امریکا د تیرو ۱۶ کالو راهیسی په لسګونو میلیارده دالره و پاکستان ته ورکړی دی ترڅو د دهشت منځته راوړونکو سره مبارزه وکړی. تیودور پو د امریکا کانګرس نمایندګانو مجلس څخه غوښتی دی چی د آمریکا مالی مساعدتونه پاکستان ته بند سی او لکه څنګه چی د پاکستان ماهیت دی، باید د تروریزم ملاتړ هیواد وبلل سی او ددی وروسته د ایالات متحده یو متحد ونه بلل سی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>