Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

د غزنی اوسیدونکو اندیښنی په ښځینه مدارسو کی د تابلتونو ویښ څخه

$
0
0
د آوا په ګزارش سره، اوسیدونکی وایی: که څه هم ویل سوی دی چی دا تابلتونه د وینی کموالی او د بدن د چینجیو د منځه وړنی لپاره زده کوونکو ته ورکول کیږی خو هغه وخت چی د انجونو څخه غوښتل کیږی چی ددی تابلتونو پوښونه وزارت معارف ته د استولو لپاره مدرسه ته تحویل کړی، اندیښمندوونکی دی. احمدضیا ددی تابلتونو د ویش څخه اندیښنی ترڅنګ داسی وایی؛ احتمال لری چی دا تابلتونه د هغوی د انجونو عقیم کولو او یا عیاش او مست کولو لپاره هغوی ته وویښل سی. په همدی حال کی شکریه یو د معلمینو څخه چی د تابلتونو په اړه د پوهی ورکولو په سیمینار کی شرکت کړی دی د آوا و خبرنګار ته وویل: د سیمینار په جریان کی موږ ته توضیح ورکړل سوی وو چی دا تابلتونه دوینی کموالی او د چینجیانو د منځه وړنی لپاره انجونو ته ښه دی چی باید په مکاتبو کی ورته وویښل سی او نورددی تابلتونو د پردی ترشا خبرو څخه اطلاع نه لرم. خو عابد عابد؛ د غزنی معارف مشر وایی چی دا تابلتونه او ګولی د وینی کموالی او چینجیانو دمنځه وړنی لپاره ګټور دی او ددی لپاره چی انجونی صحی مرکزونو ته لاسرسی نه لری دا تابلتونه یواځی اناث طبقی ته ورکول کیږی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>