Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

ارګ: د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور شول

$
0
0
د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه کې چې تیره ورځ له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه  د۱،۴ میلیاردافغانیو په ارزښت د کابل ښار د سړک جوړولو د څلورو پروژو په شمول ۱۰ قراردادونه منظور کړل.خبرپاڼه زیاتوي، چې په منظور شوي قراردادونو کې د کابل ښاروالۍ اړوند د درېیم پروان، د تنظیف څلور لارې څخه تر لب جر څلور لارې پورې، د پنځه سوه فامیلي څلور لارې او د مریم لېسې څخه تر خشت هوختیف پورې د سړکونو جوړول او پخول، د برېښنا او اوبو لګولو وزارت اړوند د لقي، شهروان تخار او سیاه آب کانالونو جوړول او بیارغول، او د فوایدعامې وزارت اړوند د ټرانس ــ هندوکش سړک د پروژې لپاره د مشورتي شرکت استخدام شامل دي.نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول پکې د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر د ساتنې او بیارغونې خدمتونه، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې اړوند د مزار شریف د رادار سېسټم د ساتنې او بیارغونې پروژه، د کورنیو چارو وزارت اړوند د نقلیه وسایطو ۱۹۱ قلمه پرزو تدارک، د پایتخت زون د پرمختیا خپلواکې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ د تجهیزاتو تدارک، او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت اړوند د عامه پوهاوي د پروګرام پروژه شامل دي.د ارګ ماڼی په وینا، غونډې د ملي تدارکاتو کمېسیون کې همداراز د وړتیا له لحاظه په بېلابېلو ګټګوریو کې د شرکتونو د طبقه بندۍ د کار د پېل، کوچنیو او منځنیو شرکتونو ته د زیاتې برخې ورکولو د فرصت رامنځته کولو په ځانګړې ډول هغه شرکتونه چې په رښتینې توګه ېې مالکیت ښځینه سوداګرو پورې اړوند وي؛ د لومړیتوب، د ودانیزو چارو سکتور کې د کورنۍ پانګونې لپاره زمینه سازي او د شرکتونو د ګټې د مالکیت په اړه بحث ترسره شو.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>