$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د توریالی عبدیانی په وینا د دولت مسلح مخالفانو په ډله ایز برید کی ۵ پولیس شهید او ۱۶ تنه د ملکی کسانو په شتون ټپی سوی دی. دا برید تیره ورځ د ۶:۳۰ بجو په شاوخوا په ګردیز کی شروع سو. پر قوماندانی باندی اووه ترهګر برید وکړ او د پکتیا امنیه قوماندان په وینا طالبان د دوو موټرانو سره د سپین غر ۳۰۳ قوماندانی زون باندی برید وکړ. په لمړۍ سر کی لوی موټر یی د امنیتی ساتونکو له لوری پیژندل کیږی او درول کیږی او وروسته هم چاودنه کوی. په دی برید کی یو تن ترهګر په چاودنه کی هلاک او ۶ تنه نور هم د امنیتی ځواکونو له لوری د پښو څخه وغورځول سو.