Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

خیمه ایز لاریونونه؛ د غنی او عبدالله تقابل پروسه؟

$
0
0
اشرف غنی؛ ولسمشر ویلی دی چی د لارو بندیدل او د خلګو لپاره مزاحمت په کابل کی د معترضانو له لوری د قبول وړ نه دی. ښاغلی غنی د شنبی په ورځ د نمایندګانو مجلس اداری هیات سره په کتنه کی وویل: د هر هیواد اوسیدونکی د قانون په اساس حق لری چی لاریون وکړی؛ خو د خیمو شتون د خلګو لپاره ډیر مشکلات رامنځته کړی دی او باید دا مشکل حل سی. دا په داسی حال کی دی چی عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس، د کابل لاریون کوونکو تحصن قانونی او مدنی بللی او د کابل شهربان صبر تحسین کړی دی. اجرایی رییس د مجلس نمایندګانو اداری هیات سره په کتنه کی، په داسی حال کی چی د کابل لاریون کوونکو تحصن قانونی او مدنی حق عنوان کړ، وویل چی د امنیت تامین او په امنیتی نهادونو کی اصلاحات د افغانستان ټول ملت غوښتنه دی. عبدالرووف ابراهیمی؛ د نمایندګانو مجلس مشر هم دا نهاد ځواب ویونکی او مسئول وبلل چی د اخرو پیښو څخه متاثره سوی دی او په غبرګون کی یی فوق العاده ناستی جوړ کړی دی. دا په داسی حال کی دی چی د کارپوهانو په باور، د اشرف غنی او ډاکتر عبدالله مطرح سویو خبرو ترمنځ ډیر اساسی او بنیادی توپیر شتون لری او د ملی وحدت حکومت دوه مشران، دقیقآ د یوبل په وړاندی قرار لری. آیا ددی خبری معنی دادی چی سړکو اعتراضات او هغه بحران چی له امله یی شکل نیولی دی، د ملی وحدت حکومت دوه مشرانو تقابل او مخامخ کیدنی لپاره نوی پروسه به وی؟ معترضان، په اخیر کی د خلګو فشار ډیریدو او خلګو ته مزاحمت په جوړولو سره او همدارنګه د پاینتخت اصلی لارو په بندیدو سره خپل ځینی خیمی هیڅته کړل؛ خو مرکزی خیمی جریان د ( جنبش رستاخیز تغیر ) په نامه تر اوسه پرځای دی او ځوان معترض نمایندګان، ټینګار کړی دی چی ترڅو چی امنیتی ارشد چارواکی برکناره نه سی او د لاریون کوونکو وژنو او سرکوب عوامل مجازات نه سی، د سړکونو اعتراضاتو ته خاتمه ورنه کړی. دا په داسی حال کی دی چی عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس، د نمایندګانو مجلس نمایندی اداری هیات سره په لیدنه کی چی د بندون لپاره دحل لاره پیدا کوی، نه یواځی د لاریون او اعتراضاتو جوړونه د خلګو مدنی او قانونی حق وبلل؛ بلکه په امنیتی برخه کی اساسی اصلاحاتو رامنځته کونه د افغانستان ټول ملت غوښتنه بللی او په دی ترتیب، د لاریون کوونکو اصلی غوښتنو څخه ملاتړ وکړ. په دی حساب، معترضان ددی نه وروسته د اجرایی رییس په پشتوانی سره کولای سی مستحکم او مصمم خپل لاریون ته ادامه ورکړی او خپل اصلی غوښتنو باندی پافشاری وکړی. په داسی شرایطو کی د پوهانو په باور، د اشرف غنی اهرمونه او د هغه باور مهری په امنیتی سیستم کی د معترضانو سره په مقابله او د رامنځته سوی بحران سره مطلوب مخته کیدنی لپاره محدود کیږی؛ ځکه تراوسه داسی په نظر راتلله چی ښاغلی عبدالله، د معترضانو څخه واټن اختیار کړی دی او د ریاست جمهوری ارګ څنګ ته قرار نیولی دی او په دی ترتیب، د لاریون استمرار او د غوښتنو تحقق پیدا کیدلو امکان ډیر لږ دی؛ خو دا چی تحلیلګران وایی چی د جرایی رییس نوی موضع اعلان سره، لاریونونه به هم نوی فصل ته وارد سی او که لږ ترلږه د امرالله صالح د استعفا لامل هم د هغه یوځای کیدل د خیمه نشینه لاریون کوونکو سره وی، بیله شکه اشرف غنی او یاران یی په ارګ ماڼۍ کی د خیمه نشینانو بحران مدیریت لپاره به، د هر وخت څخه به نور هم سخت سی. دی نکاتو په توجه سره، کارپوهان وایی چی لیری خبره ده چی د مجلس نمایندګانو اداری هیات فشرده رایزني ددی بحران د سوله ایز حل لپاره، په لږ وخت کی نتیجه ته ورسیږی او له بل لوری، دا خطر هم شتون لری چی د وخت په تیریدو سره او د اعتراضاتو لمن په پراخیدو سره، د خپل مواضعو څخه پاته کیدنه هم د ارګ او هم دد معترضانو لپاره به یو حیثیتی مساله باندی بدل سی او په دی ترتیب، بحران نور هم پراخ سی. که څه هم په دی منځ کی، حکومت د کابل دوه ارشد امنیتی چارواکو دندی په تعلیق سره او د معترضانو وژل کیدل د پولیس په واسطه د دوسیی په لاره اچولو سره، هڅه کړی دی چی د لاریون کوونکو په وړاندی، انعطاف شکاره کړی؛ خو پوهان وایی چی د ارګ او لاریون کوونکو تقابل ماهیت سیاسی او جناحی او تر یو حده پوری قومی کیدلو سره او د معترضانو سره د حکومت ځینی برخی یوځای کیدنه د لاریون کوونکو صف سره، دا هڅی د همغه شروع څخه محکوم په ماتی وو او مشخص نه دی چی که حکومت شاته تګ ونه کړی، جاری بحران به تر کومه ځایه پراخ سی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>