د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی، ياد عمليات پوځي عمليات چې د ګډو ځواکونو له لوري د غوڅ ملاتړ هوايي همکاري هم له ځان سره لري درې ورځې وړاندې په مارجې، ګرمسېر، سنګين او نادعلي ولسواليو کې پېل شوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، افغان ځواکونو تېره شپه د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي همکارۍ سره د مارجې ولسوالۍ سېفن او آبي ژرندو سيمو کې ۲۱ طالب جنګيالي وژلي او شاوخوا کليو کې چاڼيز عمليات دوام لري.
خبرپانه کی راغلی دی، د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې نن شاوخوا ۱۱ بجې د مارجې ولسوالۍ سيفن سيمه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي بريد کې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ کسان يې نور ټپيان دي.
سرچنیو وایی، د يوه بل خبر له مخې د ملا عبدالباري په نوم د طالب جنګياليو د لښکرګاه اړوند يو مسُول د باباجي سيمه کې د نړيوالو ځواکونو هوايي بريد کې وژل شوی دی او يو عراده ډاډسن موټر يې له منځه وړل شوی دی.
د هلمند ولایت مطبوعاتی دفترخبر پانه کی راغلی، دغه راز د سنګين ولسوالۍ فتح محمد درې او يو شمېر نورو سيمو کې د افغان ځواکونو عملياتو په ترڅ کې يوه دهشکه، يو باب د وسلو ډيپو چې يوه اندازه امونيم نايټريټ، پنځه کړۍ بوشکه يي ماينونه، دوه له چاوديدونکو توکو ډک بخار ديګونه، ۱۳ کړۍ پرسونل ضد ماينونه پکې موجود وو د مخالفينو ۸ مورچلو په ګډون له منځه وړل شوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو (خالد ۳) پوځي عمليات په برياليتوب سره روان دي چې له مخې به يې ګڼې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه څه نه دی ویلی. |
![]() |