September 28, 2016, 12:12 am
د افغانستان د واليانو ټولنه ویلی دي ، يو شمېر هېوادونه او سفارتونه د ملي يووالي حکومت په سياسي او اداري چاروکې متاسفانه لاسوهنې کوي.د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د والیانوټولنې خوا خپره شوې خبرپاڼه واي ، چې افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د يوه خپلواک او سرلوړي هېواد په توګه پاتې شوى او د نړۍ له نورو دولتونو سره يې د متقابل احترام د اصل پر اساس اړيکې تنظيم کړې دي.خبرپاڼه زیاته وي، دغه لاسوهنه د ملی یووالي حکومت د لوړ پوړو ملکي اوامنیتی مامورينو د عزل او نصب تر بريده رسېدلې ده او همدا سفارتونه دي چې د حکومت د مامورينو په مقررۍ او منفکۍ کې ښکاره مداخله کوي. |
![]() |
↧