Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

عبدالله: د ۲ امنیتي چارواکو د دندو تر ځنډ وروسته به تحصن ختم شي

$
0
0
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هیله ښيي چې د کابل د دوو لوړپوړو امنیتي چارواکو د دندې تر ځنډولو وروسته به په ښار کې د ځینو معترضینو تحصن ختم شي. د افغانستان لویې څارنوالۍ پرون یکشنبه د کابل د ګارنېزیون عمومي قوماندان جنرال ګل‎نبي احمدزي او د کابل امنیه قوماندان جنرال حسن‎شاه فروغ دندې وځنډولې. ښاغلي عبدالله نن دوشنبه د وزیرانو شورا د اوونیزې غونډې په پیل کې دا هم وویل چې په کابل کې د وروستیو پېښو په اړه تحقیقات روان دي. نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان لویې څارنوالۍ پرون پرېکړه وکړه چې د تحقیقاتو د بې‎طرفۍ د خوندیتوب لپاره د کابل د دوو امنیتي پوځي چارواکو دندې وځنډوي، د تحقیقاتو نتایجو ته په کتو به بیا نورې پرېکړې ونیول شي." د کابل د دوو لوړپوړو امنیتي مقاماتو د دندې له ځنډولو جمهوري ریاست هم هرکلی کړی و. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پرون په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د جنرال ګل‎نبي احمدزي او جنرال حسن‎شاه فروغ دندې د کابل د وروستیو پېښو په تړاو تر یو لړ څېړنو وروسته ځنډول شوې دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>