$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د ولسي جرګې مرکچي پلاوی وایي، له حکومت سره تر خبرو وروسته، هغه طرحه به وروستۍ کړي چې اوس پرې کار کوي او دا طرحه به د تصویب لپاره د دوشنبې پر ورځ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي. د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي:«د امنیتي بنسټونو په کادري سیستم کې د اصلاحاتو سربېره،په امنیتي بنسټونو کې د شکمنو کسانو او د هغو کسانو په اړه چې سوال موجود وي ګوښه کول هم په دغې طرحه شامله ده. په همدې حال کې د دې پلاوي غړي وايي، چې په دغې طرحه کې یې د اعتراض کوونکو ډېریو غوښتنو ته ځای کړې دیاو وایی د چې د اعتراض کوونکو د قانوني غوښتنو منلو لپاره به ورسره ودرېږي. د دغه پلاوي بل غړی عبیدالله بارکزي هم څرګنده کړه:د قانون په چوکاټ کې، هغه غوښتنې یې چې قانوني دي موږ له هغوی سره همکار یوو.