Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

په ننګرهار کې څلور طالبان د خپل ماین ښکار شول

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې (نن یک شنبې د غبرګولي۲۱مه) راغلي، پيښه تیره ورځ په حصارک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو یوې ډلې غوښتل د وسایطو ضد یو ماین واټ څېرمه ځای پر ځای کړي. د خبرپاڼې له مخې، ماین د ځای پر ځای کولو پرمهال چوولی او له امله یې یاد شمېر طالب وسله‎وال وژل شوي او 5 تنه ټپیان دي. طالبان تر ډېره د افغان ځواکونو کاروانونو نښه کولو په موخه د سرک غاړي ماینونه کاروي چې تر ډېره یې قربانیان ملکي کسان وي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143