Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

افغانستان او چین دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د افغانستان او چین د ولسمشرانو په کتنه کې د شېرخان بندر- هرات د دریل پټلۍ د جوړولو او د کابل– کونړ په حوزه کې د برښنا بند پروژې د سروې دوه هوکړه لیکونه په چین کې د افغانستان د سفیرجانان موسی زي او د پل کمپنۍ په نوم د چینایي شرکت مسوول پنګ شیاوجون ترمنځ لاسلیک شول. د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند امان الله غالب وايي، چې پر دې سروې دوه نیم میلیون دالر لګښت راځي او د بندونو د جوړیدو لپآره د ۱ عشاریه درې میلیون دالرو لګښت اټکل کیږي. دوي زیاتوي، چې له سروې وروسته به د کونړ پر سیند د بند جوړونې چارې له چین سره په ګډه پرمخ ولاړې شي. د همکارۍ د یادو تفاهم لیکونو له مخې؛ د سروې د ترسره کولو او د شېرخان بندر– هرات د اورګاډي کرښې د طرحې د برابرولو کارهم چینایي کمپنۍ ته ورکړ شوی دی. د چین ولسمشر شي جینگ پنگ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د پنجشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۱۸) د شانګهای د غونډې له پیل مخکې ویلي، چې بیجنګ د افغانستان له سولې، ثبات او بیا رغونې څخه خپل ملاتړ روان ساتي او دغه راز به په دې اړه په سیاسي همغږۍ کې هم خپلې هڅې تر سره کړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>