Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21205

د ناټو عمومي منشي: د افغانستان وضعیت پیچلی دی

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، ښاغلي سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د موټر بم چاودنې او همداراز د شنبې ورځې د بریدونو په غبرګون کې وايي که څه هم د افغانستان وضعیت پیچلی دی خو دا هېواد به هېڅکله شاته ستون نه‎شي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:« موږ باید شا ته ستانه نه‎شو، که څه هم چې په افغانستان کې وضعیت پيچلی دی، په وروستیو ورځو کې داسې بریدونه وشول چې ډېر مرګ ژوبله یې لرل او دا د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې وضعیت پيچلی دی.» له بلخوا ولسمشر غني د کابل پروسې د غونډې په پرانیستونکې وینا کې وايي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امنیتي ځواکونو پياوړتیا په دغو ادارو کې اصلاحاتو او له اداري فساد سره مبارزې ته اړتیا لري. ولسمشر اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:« د امنیتي تګلارې لپاره ډېره مهمه موضوع دا ده چې آیا موږ د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو په راوستو کې بریالي یو که نه؟ ملي دفاع وزارت له وړاندې د اصلاحاتو د رامنځته کولو کار پيل کړی، په تېرو شپږو میاشتو کې موږ جدي اقدامات کړي ترڅو مشرتابه ښه او فساد کم شي.» د امنیتي ځواکونو په مشرۍ کې کمزورتیا، اداري فساد او په پرمختللو وسایلو د دوی نه سمبالتیا تراوسه هم د افغان ځواکونو جدي ننګونې دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21205


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>